د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: دا کال په ستمبر کې تر ټولو ډېر خلک وژل شوي دي


د شام د بشري حقونو د څار لندن میشتې ادارې ویلي، په سپتمبر میاشت کې د هېواد په کورنی جګړه کې درې زره پنځه پنځوس ولسي وګړي او وسله وال وژل شوې دي. دا د روان کال په یوې میاشت کې ترټولو زياتو خلکو وژل ښيي.

یادې ادارې پرون وویل، په دې کې ۹۵۵ ولسي وګړي دي چې پکې ۲۰۷ ماشومان او ۱۴۸ ښځې شاملې دي. د شام په کورنی جګړه کې ټول له درې لکو او دیرشو زرو څخه زیات کسان وژل شوي او شاوخوا پنځه ملینه هېواد پرېښودو ته اړ شوې دي.

روس او ایران د شامي ولسمشر بشار الاسد په مشرۍ د شام حکومت او امریکا او ترکیه د هغه د مخالفو ډلو ملاتړ کوي. له دې سربیره د شام په کورنی جګړه کې داعش وسله واله ډله هم داخله شوې ده چې ټولې خواووې یې مخالفې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG