د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ښايي امريکايي پوځيان تر يوې لسیزې افغانستان کې پاتې شي"


د امريکايي سینیټ د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر ويلي کيدای شي چې امريکايي پوځيان لږ تر لږه د يوې بلې لسيزې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

رابرټ کورکر (Robert Corker) دا خبره له NBCټیلي ویژن سره په پرونۍ مرکه کې کړې ده. نوموړي ويلي چېافغانستان په خپلو ټولو ناخالصه پیداوار هم د خپلو امنيتي ځواکونو مالي ملاتړ نه شي کولاى نو اوس د ده په وينا هلته د امريکايي پوځيانو ماموريت مهم دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي ایشيا لپاره خپله نوې ستراتيژي په اګست مياشت کې اعلان کړه چې له مخې به يې افغانستان ته اضافي امريکايي پوځيان لېږل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG