د لاسرسي ځای

کاتالونیا: د پولیسو او ریفرینډم پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی،سلګونه ژوبل


د هسپانیې په کاتالونیا سیمه کې د ریفرینډم کونکیو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب په پېښو کې د سلګونو کسانو د ژوبلېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په میډرډ کې چارواکو دغه نظر پوښتنه غیر قانوني بللې او د یکشنبې په ورځ چې خلکو خپلې رایې استعمالولې نو پولیسو یې د رایو صندوقونه ضبط کړل او خلک یې د رایو له استعمالولو منع کړل.

د کاتالان دسیمه ییز حکومت ویاند جوردي تورول رسنیو ته ویلي چې د هسپانوي پولیسو لخوا د تاو تریخوالي په نتیجه کې ۳۳۷ کسان ژوبل شوي دي. بل پلو د هسپانوي پولیسو وینا ده چې د اخ و ډب په پېښو کې د لسو نه زیات پولیس والا هم ژوبل شوي دي.

په کاتالونیا کې پنځه اعشاره درې میلیونه خلک په ریفرینډم کې د رایو د استعمالولو حق لري، خو هغوی چې د ازادۍ غوښتنې مخالفین دي وار له مخې یې ویلي وو چې په ریفرینډم کې به برخه وانخلي.

XS
SM
MD
LG