د لاسرسي ځای

ولسمشر غني او جنرال باجوه پر امنیتي چارو خبرې وکړې


ولسمشر غني او جنرال باجوه پر امنیتي چارو خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه سره د ملاقات پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د افغانستان له صدارتي ماڼۍ ( ارګ ) څخه خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د دواړو مشرانو ترمنځ د ملاقات پر مهال پر سیمه ییز امنیت، دوه اړخیزو اړیکو، د سولې او ثبات، د ترهګرۍ سره پر مبارزې، ترانزیتي او تجارتي اړیکو او لنډ مهاله او اوږدمهاله روابطو باندې خبرې وشوې.

ارګ لیکي پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې د تروریزم سره د مبارزې په لاره کې به اسلام اباد د کابل د هڅو ننګه او د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي، ځکه چې د دوی په وینا ترهګري د دواړو هیوادونو لپاره یو ډول تهدیدونه مخې ته راوړي.

خبرپاڼه لیکي دواړو خواوو په دې خبره هم ټینګار وکړ چې کابل او اسلام اباد باید د نویو حالاتو په تناظر کې نوي او جدي ګامونه پورته کړي او یواځې په تېره زمانه دې نظر نه ساتي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG