د لاسرسي ځای

د کُردانو ټولپوښتنه د منځني ختيځ د ماتېدو لومړۍ ګام دی:حسن نصرالله


د ایران ملاتړي حزب الله غورځنګ مشر د عراقي کُردانو ټولپوښتنه يا رېفرنډم د منځني ختيځ د ماتېدو لومړۍ ګام بللی او خبرداری يې ورکړی چې دا به د کورنۍ جګړې سوب شي.

د شنبې په ورځ په بېروت کې د خبرو پر مهال حسن نصرالله په تکرار سره وويل چې دا به د تقسيم تقسيم او تقسيم لپاره يوه دراوازه خلاصه کړي او زياته يې کړه چې د ويش مطلب ټوله منطقه د کورنۍ جګړې پر لور بيول دي چې د ختمېدو وخت به يې يوازي خدای ته مالوم وي.

د عراق لوی شمېرکُردانو د سپتمبر پر ۲۵ مه نېټه د ټولپوښتنې ملاتړ وکړ خو له قانوني پلوه لازمه نه ده چې عراق مرکزي حکومت يې و مني.

د عراق مرکزي چارواکيو د رېفرنډم مخالفت کړی دی او په غبرګون کې يې د کُرانو د سيمې له نړۍ سره فضايي رابطه غوڅه کړې ده.

امريکا، غربي هېوادونو او ملګرو ملتونو هم د ټولپوښتنې مخالفت کړی او دا شان ترکي او ايران چې پکې کُردان په اقليت کې ژوند کوي، هم رېفرنډم نه مني.

XS
SM
MD
LG