د لاسرسي ځای

په شمالي وزير ستان کې د صحت محکمي چارواکي وايي ، د مير علي تاسیل په ايسوړي کلي کې یې د خناق ناروغی ضد مهم پیل کړي دي.

د صحت د محکمي چارواکي ډاکټر رحمان تيره ورځ مشال ريډيو ته وویل چې تر پرونه پورې یې شاوخوا څلورو سوو ماشومانو ته حفاظتي ټیکي لګولې دي.

بلخوا د ايسوړي کلي اوسیدونکي وايي، چې هره ورځ د دې ناروغۍ له کبله د متاثره شوو ماشومانو په شمیره کې زیاتوالی راځي.

د دوی په وینا ، حکومت باید په ټول شمالي وزیرستان کې د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG