د لاسرسي ځای

سپينې ماڼۍ تيره ورځ ويلي دي چې دامريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د روان کال د نومبر په میاشت کې د ختیځې اسیا پنځو هيوادونو ته په دې موخه سفر کوي چې په سیمه کې د خپلو ملګرو هيوادونو تر څنګ مخالفو هيوادونو سره هم تجارتي او سیاسي اړيکې ټینګې کړي.

په دغه بیان کې راغلي چې د نومبر پر دريمه نيټه به ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جاپان ، چين ، جنوبي کوریا ، ويتنام ، او فلپاين سفر کوي.

بیان زیاتو چې ولسمشر ټرمپ به له دې سفره د نومبر په ۱۴مه راستنیږي او په امریکايي ریاست هوايي کې به هم دمه کوي.

سپینه ماڼۍ زیاتوي چي د دې سفر له وجي به د شمالي کوریا د ګواښونو پرضد نړیوال پیاوړي شي.

XS
SM
MD
LG