د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د کردستان ټولپوښتنې پایلې رد کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزير ريکس ټيلرسن په یو بیان کې ویلي دي چې امریکا د عراق په خپلواکه سیمه کردستان کې د تر سره شوې ټوليوښتنې پایلې د قانوني کمښتونو له وجي نه مني او د يومتحده ، وفاقي ، جمهوري او خوشاله عراق لپاره يېد امریکا دملاتړ اظهارکړی.

ریکس ټيلرسن د عراق د ګاوڼديانو تر څنګ پر ټولو خواوو غږ کړی دیچې د طاقت استمعال او دا يو اړخيزه عمل دې رد کړي.

په کردستان کې تر سره شوې دې ټولپوښتنه کې عراقي کردانو په اکثیرت سره له عراق څخه د آزادۍ په موخه خپلي رايې ورکړې ، خو بغداد له بهرنۍ دنیا سره د کردستان سيمې هوايي رابطو منقطع کولو سره خپل رد عمل ښودلی دی

بلخوا د فرانس ولسمشر ايمنول مکرون د عراقي وزير اعظم حيدر العبادي سره تيره ورځ په ټيليفوني خبرو کېد بغداد او کردستان تر منيځ د منځګړتوب وړانديز کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG