جنرال قمر جاوېد باجوه تېره ورځ په کوټه کې د زده کوونکو او استادانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې بریاوې تر لاسه کړې دي او زیاته یې کړه چې د تاوتریخوالي او سختدریځۍ ختمولو ته ژمن دی.
ده وویل، د بلوچستان پر پرمختیا توجه ورکوي. باجوه وویل، پاکستان له بلوچستانه بغیر نامکمل دی او د پاکستان پرمختیا د دې صوبې له سولې او ثبات سره تړلې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په بلوچستان کې د ارمي پبلېک سکول او په کوټه کې د ساینس او ټېکنالوژۍ د قامي پوهنتون (نسټ) څانګې پرانیزي.