د لاسرسي ځای

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دا خبره رد کړې چې ګواکې کابل به د هندي وګړي په بدل کې اسلام اباد ته پاکستانیو طالبانو یو زنداني وروسپاري.

د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار له دفتره په خپور شوي ننني بیان کې راغلي چې حنیف اتمر د روانې میاشت پر ۲۱مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې له خواجه اصف سره ولیدل او دواړو د افغانستان د سولې پر بهیر، په پاکستان کې د وسله والو د پټنځایونو او په پاکستان کې د نیول شویو پینځو لوړپوړو طالبانو پر تبادلې خبرې وکړې.

خواجه اصف
خواجه اصف

بیان زیاتوي چې په دې خبرو کې د هند یا هندي وګړي ته هېڅ اشاره نه وه شوې. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دا سپیناوی تر هغې وروسته کړی چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف تېره ورځ په نیویارک کې د اېشیا سوسایټي په نوم یوې څېړنیزې ادارې ته په مرکه کې وویل، افغان حکومت منلې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال هلته پټنځایونه لري او دا چې د ۲۰۱۴ز کال په ډېسېمبر کې د پېښور پر سکول یو بریدګر یې په قید کې دی.

اصف دعوه وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ورته ویلي چې کابل په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور د بندي کلبوشن یادو په بدل کې د ارمي پبلېک سکول بریدګر ورسپارلو ته تیار دی.

د افغانستان ملي امنیت د سلاکار دفتر بیان زیاتوي چې حنیف اتمر هیله من دی چې په راتلونکې کې د دواړو لوریو ترمنځ د باور پیدا کولو لپاره د دې ډول غونډو معلومات او واقعیتونه سم خپاره شي او ناسم تعبیر نشي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG