د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو مشر د افغان پوځ او هوايي ځواک پیاوړيکولو هوډ وکړ


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکړي.

ینس سټولټنبرګ په کابل کې رویټرز اژانس ته وویل:

"زه ډاډه یم، ځکه چې موږ د جون په میاشت کې فیصله وکړه چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړو چې افغان سرتيري وروزي، سلا مشوره ورکړي او همکاري ورسره وکړي. همدا راز ډاډه یم، ځکه چې له افغانستان سره مرسته د اروپا او د ناټو د متحدانو په ګټه ده، د دې لپاره چې باثباته افغانستان د ناټو د متحدانو د خوندیتوب په معنی دی، د هغو خلکو د امنیت په معنی دی چې د ناټو په غړیو هېوادونو کې ژوند کوي."

د ناټو عمومي منشي د امریکا له دفاع وزیر جېمز مېټس سره د چارشنبې ګهیځ کابل ته ولاړ.

دوی مازدیګر له ولسمشر اشرف غني سره په یوې ګډې خبرې غونډې کې برخه واخېسته.

د امریکا دفاع وزیر دې غونډې ته وویل چې طالبان، د حقاني شبکه، داعش او القاعده شبکه به په هېڅ ډول د جګړې له لارې بریالي نه‎شي.

تر دې خبري غونډې وروسته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رویټرز اژانس ته په ځانګړي مرکه کې د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او یې ویل:

"زما په باور، دا مهمه ده چې له افغانانو سره په څو اساسي برخو کې مرستې وشي. مثلا د ځانګړیو ځواکونو د روزنې په برخه کې، دغو ځواکونو دا ثابته کړې ده چې له طالبانو او اکثرو تروریستي ډلو سره په جګړه کې ډېر برلاسه دي. همدا راز له افغانستان سره د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وشي، ځکه چې هوایي ځواکونو ته اړتیا شته. "

سټولټنبرګ د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ
سټولټنبرګ د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ولسمشر ستراتیژي کې چې د اګست په میاشت کې اعلان شوه، پر دې ټینګار شوی دی چې ناټو هم د افغانستان په ماموریت کې خپله همکاري زیاته کړي.

د اوس لپاره ۸۴۰۰ امریکایي او شاوخوا ۵۰۰۰ د ناټو د نورو غړیو پوځیان په افغانستان کې دي.

د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته د امریکا دفاع وزیر وویل چې درې زره نور امریکایي پوځیان به افغانستان ته واستول شي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې نړیوال ځواکونه به د افغانستان په جګړو کې برخه وانه‎خلي، خو د افغان سرتېرو د روزنې او هغوی ته د سلامشورې ورکولو ترڅنګ به د دوی تمویل ته ادامه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG