د لاسرسي ځای

د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د ډله ییز وسله وال برید په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځانګړي ځواکونه سېمه کې دي او له دغو بریدګرو سره په جګړه کې دي او پر وړاندې یې لا هم عملیات روان دي.

دانش زیاته کړه:

"عملیات لا هم روان دي، ځانګړي ځواکونه شته او دغه کور یې محاصره کړی دی خو تر اوسه د دغو عملیاتو د پای ته رسېدو دقیق وخت په اړه څه نشم ویلی او وروسته به روښانه شي چې په دغه ډله ییزه حمله کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

خو یو شمېر امنیتي سرچینو بیا ازادي راډيو ته ویلي چې په سېمه کې جګړه روانه او بریدګرو د یوه کور ځينې غړي یرغمل نیولي دي.

بریدګر له غرمې وړاندې یوه کور ته ننوتلي او له هغه ځایه پر حامد کرزي هوايي ډګر او نورو دولتي تأسیساتو د سپکو او درنو وسلو بریدونه کوي.

دا مهال هوايي ډګر ته غځېدلې لارې د امنیتي چارواکو له خوا تړل شوي او له هوايي ډګره پروازونه هم ځنډېدلي دي.

له دې سره هم مهاله د کابل له پلچرخي سیمې څو توغندي هم هوايي ډګر ته څېرمه لګیدلي چې د امنیتي چارواکو په وینا یو توغندۍ په یو کور لګیدلی او د یوې مېرمنې په ګډون ۵ کسان ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو مسؤلیت داعش ډلې او وسله والو طالبانو منلې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG