د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د افغانستان مسله وڅیړل شوه


په ملګرو ملتو کې د امریکا د استازې مرستیالې مایکل سیسن دې غونډې ته وویل چې دا ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي.

هغې وویل ، « زموږ پیغام طالبانو او د دوی ملاتړیو ته دا دی چې تاسو جګړه نه شي ګټلی، د سولې لپاره یوازینۍ لار خبرې اترې دي. تاسو باید له شخړو لاسو اخلئ، له نړیوال ترورزم سره خپل اړیکي وشلوئ او د افغانستان اساسی قانون ومنئ»

مایکل سیسن زیاته کړه چې امریکا د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د سمدستي خبرو د پیلیدو ملاتړ کوي.

د هغې په وینا ، داسې خبرې چې وار له مخه شرط پکې نه وي ایښودل شوی.

دې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي هم خبرې وکړې او ویې ویل چې ملګري ملتونه د سولې د خبرو حمایت کوي.

تادامیچي یاماموتو زیاته کړه چې موږ باید د جګړې د بلې دورې تر پیلیدو مخکې د سولې هراړخیزې خبرې پیل کړې وي.

تادامیچي د سیمې له هیوادو وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي بیا ژمنه وکړه چې د سولې په برخه کې ملګري ملتونه له ټولو لو سره مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG