د لاسرسي ځای

د عراق په خودمختاره کرد سیمه کې چارواکو د خپلواکۍ لپاره ترسره شوي ریفرینډم د رایو شمیر شورو کړی دی.

دغه ریفرینډم یا ټول پوښتنه چې پرون ترسره شوه، ملګرو ملتونو، امریکا او نورو غربي قوتونو یې په اړه خبرداری ورکړی چې دا اقدام په ټوله سیمه کې د تناو یوه نوې لړۍ شورو کولی شي.

بلخوا بغداد هم خبرداری ورکړی چې د عراق متحد ساتلو لپاره مبارزه کوي چې پکې به په کردي سیمې د تیلو امدن بندولو خبره هم شامله وي.

خو د کردي سیمې ولسمشر مسعود برزاني ویلي دي چې دا ریفرینډم یې د سیمې د خپلواکۍ لپاره د مذاکراتو د اوږدې لړۍ اولنې قدم دی.

کردي سیمه چې له ۱۹۹۱ م کال راهیسې نیمه خپلواکي لري د داعش خلاف جګړه کې یې مهم کردار ترسره کړی دی. په دې ریفرینډم کې له رایو ورکوونکو نه یوه پوښتنه شوې چې ایا کردي سیمه او له دې سره تړلې برخې یو ازاد هېواد جوړول غواړي او که نه؟

تمه ده چې د دې ریفرینډم ابتدايي نتیجې نن مخې ته راشي او حتمي نتیجې به یې د روانې میاشتې په ۲۸ مه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG