د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو فلسطیني درې اسرایليان وژلي


د اسراییل پولیس وايي نن په مقبوضه غربي غاړه کې د یهودانو د یوې ابادۍ په دروازه کې یو فلسطیني په اسراییلي پولیسو ډزې کړي چې پکې درې اسرایلیان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

د پولیسو ویاندې لوبا سمري وویل یو ۳۷ کلن فلسطیني تن د هار ادار په نوم د دغې ابادۍ شا اړخ ته په دروازه په نورو فلسطیني مزدورانو کې پټ له امنیتي پوستې تیریدلو هڅه کوله.

نوموړې زیاته کړه چې د ودریدلو غږ پرې وشو نو دې تن وسله راویسته او په امنیتي ځواکونو یې د لنډې فاصلې نه ډزې وکړې.

د پولیسو د وینا ترمخه برید ګر په اسراییل کې د کار کولو قانوني اجازت نامه لرله، چې د پیښې په ځایې په جوابي ډزو کې وژل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG