د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت سوات کې د یو سکول خالي کولو امر کړې


د خیبر پښتونخوا په سوات کې یو عدالت له مینګورې ښار سره نزدې رحیم اباد پرایمري سکول ته د ودانۍ خالي کولو امر کړی او ویلي یې دي چې د یاد سکول مځکه د تعلیم څانګې ملکیت نه دی.

د سوات تعلیم څانګې مشر محمد امین په دې اړه د ګل په ورځ مشال ریډیو ته وویل چې د دې سکول د تنازعې په اړه یې له ډیر وخت راهیسې په عدالت کې مقدمه وچلوله خو ناکامه شو.

په رحیم اباد پرایمري سکول کې دا مهال ۲۶ استادان څه کم ۱۳۰۰ ماشومانو ته تعلیم ورکوي. ځايي خلک ګیله کوي چې حکومت دې مسلې ته سمه پاملرنه ونکړه.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG