د لاسرسي ځای

خېبر کې ۳۱ تنه سدوخېل تر اېف سي ار لاندې نیول شوي


د خېبر ایجنسۍ د سدوخېلو قبیلې مشران وایي، پولیټيکل چارواکیو د ایف سي آر په اجتماعي ذمه وارۍ کې یې ۳۱ کسان نیولي دي. دوی وایی هلته څو ورځې وړاندې تر یوې بمي چاودنې پس د دوی د قبیلې خلک نیول شوي دي او بې ځایه ځورول کېږي او د سیمې امنیت ساتل د امنیتي ځواکونو او پولیټیکل انتظامیې ذمه واري ده. دوی وایي نیول شوي کسان ټول ولسي وګړي دي او زر تر زره دې خوشې کړل شي. له سیمې د مشال راډيو خبریال فرهاد شینواري راپور

XS
SM
MD
LG