د لاسرسي ځای

د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه ځانمرګې حمله شوې چې په پایله کې یې لږ تر لږه درې کسان ژوبل شوي دي.

د کابل امنیه قومانداني، دا تائیدوي چې د کابل په پنځمې امنیتي حوزې پورې اړوند د افشارو په سیمه کې ځانمرګې حمله شوېده.

د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو رئیس سالم ذاهد مشال راډیو ته وویل چې له سیمې څخه د بهرنیو ځواکونو د موټرو د تېرېدلو پر مهال ځانمرګې حمله تر سره شوې ده.

نړیوالو ځواکونو تراوسه په دې اړه چې په دې حمله کې د دوی لوري ته تلفات اوښتي کنه؟ څه نه دي ویلي.

نوموړي دا هم وویل چې دغه حمله د یو موتر په وسیله شوې ده او لومړني معلومات ښيي چې درې کسه په کې ټپیان دي.

دغه حمله داسې مهال شوې چې په کابل کې د محرم د میاشتې لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

تر اوسه پورې د دغې حملې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG