د لاسرسي ځای

په خېبر پښتونخوا کې د ډينګي ناروغۍ له وجې دوه نور کسان مړه شوي دي.ځايي چارواکو رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي چې تر اوسه له دې ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر ۳۳ ته پورته شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د صحت د محکمې د معلوماتو له مخې د پېښور هسپتالونو ته نږدې ۱۴۰۰ کسان د ډینګي تبې د درملنې لپاره ور وستل شوي وو چې د يادې ادارې په وېنا د ۍپټمبر تر ۲۳ مې نېټې پورې ۱۲۲ کسان د علاج لپاره پاتې کړل شوي چې د ډينګي وايرس پکې مثبت موندل شوی دی.

د ډینګي ماشی
د ډینګي ماشی

چارواکي وايي دوی کوشش کوي چې د سپری په کولو او د عامه پوهاوي په زیاتولو سره د ډينګي وايرس خورونکي ماشي مخه ونيسي.

په پېښور کې د تهکال سیمه د ډینګي وایرس تر ټولو زیاته اغېزمنه کړې وه. د سیمې خلکو په وار وار له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی د درملنې غم دې وخوړل شي. د خیبر پښتونخوا حکومت پخپله هم د ډینګي ناروغانو په تشخیص او درملنه بوخت دی او هم دارنګه یې د پنجاب صوبې د محکمه صحت نه هم په دې لاره کې مرسته غوښتې ده.

XS
SM
MD
LG