د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: پر ننګرهار د پاکستاني ځواکونو ډزو دوه ماشومان وژلي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه د نازیانو ولسوالۍ په مختلفو سیمو د هاوان ۳۷ بریدونه کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي نن جمعه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل چې په دغو بریدونو کې چې د شپې ۱۲ بجې پېل شوي وو، د سهار تر شپږو بجو یې دوام وکړ چې په کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
تر دې وړاندې هم پاکستاني ځواکونو د ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ پر کرښه پرتو ولسوالیو بریدونه کړي وو چې سلګونه ځایي کورنۍ نورو سیمو ته ک‌‌‌‌‌‌ډه شوې وې.

پاکستاني چارواکو د دغه افغان مقام د وروستۍ څرګندونې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG