د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټرمپ، غني هوکړه: امریکا د افغانستان معدنیاتو پرمختیا کې مرسته کوي


په پنجشنبه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د افغانستان ولسمشر اشرف غني په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د لیدو مهال پر دې هوکړه کړې چې د افغانستان نادره معدنیاتو په پرمختیا کې به مرسته کوي.

رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه بیان له مخې لیکي دواړو مشرانو پر دې هم هوکړه کړې چې په افغانستان کې به امریکايي شرکتونه داسې توکي تیاروي چې د هېواد ملي امنیت لپاره اړین دي. دوی پر دې هم سلا شوي، چې د افغانستان اقتصاد ته به وده ورکوي چې دغه ډول په دواړو هېوادونو کې ولس ته کارونه پیدا شي.

افغان ولسمشر اشرف غني دا هم ویلي، هېواد یې نور له امریکا او نړیوالې ټولنې څخه سپین چېکونه نه غواړي. هغه وویل، افغانستان ژمن دی چې په ادارو کې دننه د درغلۍ پرضد مبارزه وکړي. د امکاناتو د ضایع کېدو مخه ونیسي او روڼ حساب کتاب ورکړي.

ولسمشر غني د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا نوې تګلارې هرکلی وکړ. امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې ۲۰ وسله والې ډلې فعاله دي چې افغان او نړیوال ځواکونه یې پرضد جنګېږي او تر ډېره حده یې ځپلې دي.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د هغه هېواد د ځواکونو په افغانستان کې د موجودیت یو مهم لامل دا دی چې هلته ۲۰ وسله والې ډلې فعاله دي.

نوموړي تېر مازیګر په نیویارک کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر وخت خبریالانو ته وویل، امریکا په افغانستان کې وسله والو ته سخت ګوزار ورکړی دی:

"خلک پر دې نه پوهېږي چې په افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې دي. هم هغه ځای دی چې پکې د [نیویارک] د نړیوالې سوداګرۍ پر مرکز برید کوونکی خلک – زه ورته خلک وایم – روزل شوي ول. موږ هغو ډلو ته ډېر سخت او موثره ګوزار ورکړی دی او له موږ سره له دې پرته بله لار نشته."

ټرمپ زیاته کړه چې په افغانستان کې جګړه د افغان ځواکونو په غاړه ده او امریکايي او نړیوال ځواکونه ورته مشورې او روزنه ورکوي.

افغان ولسمشر اشرف غني په خپلو خبرو کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې کې د امریکا د ځواک پوځي، ډېپلوماټیک او اقتصادي وسایل یو ځای په کار راوستل کېږي چې افغانستان له ۴۰ کلن بحرانه وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG