د لاسرسي ځای

تازه خبر

حېدر هوتي: حکومت قصداً د قبایلي اصلاحاتو مسله ځنډوي


د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر او پخواني اعلا وزیر د پاکستان پر وفاقي حکومت تور پورې کړی چې قصداً د قبایلي اصلاحاتو مسله ځنډوي.

امیر حیدر خان هوتي بېګا په مینګوره کې یوې جلسې ته په وینا کې وویل، ګوند یې د قبایلي سیمو د وېش کرښې نه مني او غوښتنه کوي چې حکومت دې قبایل ژر په پښتونخوا ورګډ کړي.

ده تور پورې کړی چې د قبایلي سیمو په سرشمېرنه کې هم درغلي شوې او ابادي یې کمه ښودل شوې. هغه غوښتنه وکړه چې هلته دې له سره سرشمېرنه وشي.

د پاکستان وفاقي حکومت وايي، په مرحلو کې به قبایلي سیمې په قامي بهیر کې شاملې کړای شي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG