د لاسرسي ځای

عراقی وزیراعظم وايي، د اسلامي دولت ډلې پر ضد یې د هېواد له هغو یوازې دوو سیمو څخه په یوه کې عملیات پیل کړي چې لا هم د دې ډلې تر واک لاندې دي.

حیدر العبادي تېره ورځ وویل، د تېلو زېرمې لرونکي کرکوک ولایت په حوېجه کې عملیات تېر سهار پیل شول.

رپورټونه وايي، پوځي سرتېري، پولیس افسران، شیعه جنګیالي او سني عرب قبایلیان په عملیاتو کې برخه اخلي او د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف ورته هوايي مرستې ورکوي.

د پوځ ویاند جنرال یحیا رسول اټکل کړی چې په حوېجه کې د اسلامي دولت ډلې تر ۱۵۰۰ پورې وسله وال موجود دي.

دا وړوکی ښار له بغداده شاوخوا ۲۴۰ کیلومیټره لرې په شمال کې پروت دی.

XS
SM
MD
LG