د لاسرسي ځای

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر شمالي کوریا د بندیزونو پراخولو یو فرمان لاسلیک کړی چې هغه وګړي او کمپنۍ په نښه کوي چې له پیانګیانګ سره کاروبار کوي.

ټرمپ تېر ماښام د جاپان او جنوبي کوریا له مشرانو سره په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل، دا د منلو وړ نه ده چې ځېنې ادارې د شمالي کوریا مالي مرسته کوي او دا چې د ده فرمان د اټومي وسلو جوړولو په هڅو کې د پیانګیانګ د ګټو مخه نیسي.

شمالي کوریا د کېم یونګ اون په مشرۍ د توغندیو لسګونه ازموینې کړې دي او د خپلو هغو اټومي وسلو د جوړولو پروګرام یې ګړندی کړی دی چې امریکا په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG