د لاسرسي ځای

د پاکستان پوځ وايي، د پنجاب په سیالکوټ کې د هندیو ځواکونو په ډزو کې د وژل شویو شمېر شپږ ته رسېدلی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) نن په یوه بیان کې وویل، تېره شپه ناوخته هندیو پوله ساتونکو ځواکونو د پنجاب له سیالکوټ سره نېږدې پر یوه کلي د راکټ توغندي وداغل چې په ځواب کې یې پاکستانیو ځواکونو هم پر هندیو پوستو ډزې وکړې خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی. هند د پاکستاني پوځ د دې دعوې په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG