د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې پښتو نړیوال کنفرانس پیل شو


کوټه کې پښتو نړیوال کنفرانس پیل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:27 0:00

په کوټه کې پښتو اکاډمۍ له لوري سر له ننه (زیارت/پنجشنبه) په دغه ښار کې د پښتو درې ورځنی نړیوال سیمینار پیل شوی دی. د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی د سیمینار پرانېستونکې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، د پښتنو کلتور څرګندوي چې دوی له ترهګرۍ او توکمپالنې لیرې ولس دی. هغه وویل ، پښتانه باید پر خپله خاوره د امن لپاره په ګډه کار وکړي. د پښتو اکاډمۍ مشر سید خیر محمد عارف په دې اړه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین ته وویل چې په دې نړیوال سیمینار کې به په امریکا کې د یوولسم سپټمبر له ترهګرو بریدونو وروسته - د پښتو ژبې ، ادب او کلتور پر فکري او تخليقي يون بحثونه کېږي.

XS
SM
MD
LG