د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: چاودنې درې سرتېري ژوبل کړي


په قبايلي سيمه کورمه کې د امنيتي ځواکونو پر موټر بمي چاودنې درې سرتيري ژوبل کړي دي.

د استخباراتي ادارې يو کس د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل، چې پېښه تېره ورځ د خويدادخيلو په ترې کې هغه وخت وشوه کله چې امنيتي ځواکونو ګزمه کوله او د سړک پر غاړه ښخ شوی ماين ورباندې وچاودېدی.

د دې پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې. له ضلع هنګو سره په پوله خويداد خيلو سيمه د منځني کورمې په حدودو کې راځي چيرته چې د ۲۰۱۰م کال راهيسې د وسله والو طالبانو خلاف پوځي عمليات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG