د لاسرسي ځای

د ملګرو ملتونو ۷۲ مه عمومي غونډه نن په نیویارک کې پېلېږي.

په دې کې د ګډون لپاره د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون یاد ښار ته رسېدلي دي.

اشرف غني به نن ماښام د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ترهګرۍ له امله ټولو ته د ور پېښو ګواښونو په اړه وینا وکړي.

د ارګ ماڼۍ لخوا په خپاره شوي ټویټر پېغام کې راغلي چې ولسمشر غني به تر وینا مخکې هم له یو شمېر مشرانو سره وګوري.

غني به د ډنمارک، اسټريا او فنلېنډ پر مشرانو سربېره د پاکستان له وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره هم ملاقات کوي.

د افغان ولسمشر او پاکستاني وزيراعظم لیدنه د دې لپاره مهمه ګڼل کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې ترينګلې شوي دي.

XS
SM
MD
LG