د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي رسنۍ وايي ، کېدای شي د ټرمپ د کمپاین مشر سزا شي


امریکايي رسنۍ راپور ورکوي چې فيډرالي څېړونکو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کمپاین پخواني مشر پاول مېنافورټ ټیلیفوني اړیکې د عدالت د پټ حکم له مخې اوریدلي او په پلان کې ده چې نوموړی محکوم هم شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره ورځ د دوو امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې په جولای میاشت کې امریکايي اېجنټانو په ویرجینیا ايلات کې د مېنافورټ پر کور چاپه ووهل او هغه ته یې وويل چې دوی په جرم د ده د تورنولو پلان لري.

سي اېن اېن ټېلويژنې شبکې هم تېره ورځ د ناڅرګندو سرچینو په حواله وويل چې عدالت د ۲۰۱۶ م کال له انتخاباتو مخکې او وروسته څېړونکو ته د پاول مېنافورټ د ټلیفوني اړیکو د اورېدو اجازه ورکړې وه.

پاول مېنافورټ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له څو نږدې سلاکارانو څخه دی چې د امریکا د انصاف عدالت لخوا د دې هېواد د ۲۰۱۶م کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د روس د لاسوهنې د تورونو په تړاو ترې پوښتنې کیږي.

مېنافورټ او د هغه وکيل تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG