د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان زرګونه ولسي کسان د امنیت لپاره پر وسلو سمبالوي


د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

افغانستان په پام کې لري، د هغو سيمو د ساتلو لپاره چې د داعش ډلې له وسله والو پاکې کړل شوي، شل زره ولسي وګړي تربيه او په وسلو سمبال کړي. دا خبر د فرانسې خبري اژانس د افغان چارواکو له خولې خپور کړی دی.

د ليکنې تر مخه، د دې کار په ترڅ کې به ښايي د نورو ځايي ملېشه ځواکونو جوړېدو ته لار هواره شي.

په لیکنه کې راغلي، د افغان حکومت ملاتړ لرونکیو وسله والو ډلو وړانديز په داسې حال کې مخ ته راغلی چې له حکومت مخالفه وسله والو سره په جګړو کې افغان امنيتي ځواکونو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې او فکر کيږي چې د افغان حکومت ضد ياغيتوب ختمولو لپاره د هغوی روحيه کمزورې شوې ده.

په ليکنه کې د بشري حقونو نړيوال سازمان (هيومن رايټس واچ) د يوې مشرې څېړونکې، پيټريشا ګوسمين په حواله ويل شوي، د افغان حکومت دا پرېکړه چې ګواکې د خپلو وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره به ولسي ځواکونه جوړ کړي، ښايي خطرناکې پايلې ولري.

امريکايي او افغان چارواکو بيا فرانس پريس اژانس ته ويلي، دغه ځايي جنګيالي به د افغان پوځ تر قوماندې لاندې راځي او د کليوالي پوليسو پرتله به ښه تربيه کيږي.

په ليکنه کې د افغانستان د دفاع وزارت د يوه لوړ پوړي چارواکي له خولې، چې نه يې عوښتل نوم يې په ډاګه شي، ويل شوي، د هېواد هغه سيمې چې د هوايي او کمانډو ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې له وسله والو پاکې کړل شي، د سمبالولو لپاره يې افغان دولت کافي اندازه ځواکونه نه لري.

د ياد وزارت وياند، دولت وزيري فرانس پريس اژانس ته د دې خبری پخلی کړی چې حکومت د ځايي ځواکونو جوړولو پر پلان خبرې کړي.

د وزيري په خبره، د دې لپاره چې خلک خپلې سيمې په ښه توګه پېژني، هم له هغو به کسان تربيه کيږي او وسلې به ورکول کيږي، خو نوموړي زياته کړې، دا ضرور نه ده چې دغه پلان تطبيق شي.

د افغاستان لپاره د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت يو چارواکي هم اژانس ته تاييد کړې چې د سيمه ييزو ځواکونو جوړولو خبره تر غور لاندې ده.

ليکنه زياتوي، له ۲۰۱۴ م کال راهيسې، چې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموريت پای ته رسولی، طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړی او اسلامي دولت وسله والې ډلې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG