د لاسرسي ځای

باجوړ ـ په باجوړ کې نن (یکشنبه/اتوار) په یوه چاودنه کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي دي. ځايي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې د پولیټیکل انتظامیې چارواکي ګاډی په نښه شوی دی.

د باجوړ مرستیال پولېټېکل اېجنټ عارف خان وايي، غرمه په نېک بانډه ګړیګال تنګي کې په شوې چاودنه کې انتظامي افسر فواد خان او په ګاډي کې سپاره څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او یو سرتېری ژوبل دی چې روغتیايي حالت یې خراب دی او پېښور ته انتقال شوی.

خو په باجوړ کې د لیویز ځواک صوبیدار رحمت ګل مشال راډیو ته وویل چې برید د تحصیلدار فواد خان په موټر شوی دی چې پکې تحصیلدار او د لیویز ځواک پینځه سرتېري او د ګاډي ډرېور وژل شوي دي.

د صوبیدار رحمت ګل په وینا، د ماموندو نېک بانډه د باجوړ له مرکز خاره په لرې واټن کې پرته ده او په دغه سیمه کې تر دې وړاندې هم داسې پېښې شوې دي.

د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړېده.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG