د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې چاودنه، د اېف سي اته سرتېري ژوبل


د خېبر انتظامي چارواکي وایي چې نن ماسپښین له تورخم دروازې سره نزدې یوه بمي چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه نهه تنه ژوبل شوي دي.

په ژوبلو کې اته تنه د اېف سي سرتېري او یو پکې ځایي ماشوم دی.

امنیتي ځواکونه وایي چې دغه ژوبل کسان یې سي اېم اېچ روغتون ته رسولي دي او دغه سیمه یې په خپله ولکه کې اخېستې ده.

تر پېښې وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده او د پېښې ځای ته هېڅوک نه پرېښودل کېږي. چارواکي وایي د دغې چاودنې د نوعیت په اړه لا څه نه شي ویلی او وروستو به نور معلومات خپروي.

تر اوسه د دغې پېښې ذمه واري هېچا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG