د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لندن یوه ځمکلاندې رېل ګاډي کې چاودنه، یوشمېر ژوبل


د لندن په جنوب مغربي برخه کې د یوه ځمکلاندې رېل ګاډي و تمځي (سټېشن)ته جوخت چاودنه شوې ده.

بریتانوي میډیا راپور ورکوي د لندن سب وې د ویمبلډن څانګې خوا ته یو سپین کنټینر کې چاودنه شوې ده. پولیس وايي دوی د فیرسن ګرین رېلوې سټېشن ته رسېدلي دي.

یو عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي ـ هغه په ټرین کې سپور وو چې د چاودنې اواز يي واورېد او بیا يې موټر ولید چې د اور لمبې پرې بلې وې.

لومړي راپورونه وايي د چاؤدنې په نتیجه کې یوشمېر کسان ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي په لندن کې يې په یو شمېر سیمو کې ټرین سټیشنې تړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG