د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘د کرکټ ازادۍ جام’: نړیوالې ډلې پاکستان مات کړ


د پاکستان په لاهور ښار کې د کرکټ‘ازادۍ جام’ دوهمه لوبه نړیوالې لوبډلې ورلډ الېون وګټله.

بېګا شپه پاکستانۍ کرکټ لوبډلې ورلډ الېون ته د یو سل اووه څلوېښت منډو هدف وټاکلی چې ورلډ الیون په خپل وار په اسانه ترسره کړ.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټلو او د بېټینګ فیصله یې وکړه.

احمد شهزاد او فخر زمان بېټینګ پیل کړو او او یوڅلوېښت رنزونه یې جوړکړل خو په هم دې موقع فخر زمان اوټ شو.

له دې پس احمد شهزاد درې څلویښت، بابر اعظم پنځه څلوېښت او شعیب ملک نهه دېرش منډې جوړې کړې.

پاکستان په خپلو ټاکليو اورونو کې د شپږو وکټو په نقصان یو سل او اووه څلوېښت رنزونه جوړ کړل او ورلډ الېون ته یې د یوسل پنځه اویا منډو هدف ورکړ.

د ورلډ الېون له اړخه تېسارا پریرا او سیمویل بدري دوه دوه وکټې واخېستي.

د ورلډ الېون هاشم امله دوه اویا او تېسارا پریرا اوه څلوېښت رنزونه جوړ کړل.

تېسارا پریرا د میچ ښه لوبغاړی وګرځول شو.

په تېر لوبه کې پاکستان ورلډ الېون ته ماتې ورکړې و.

لوبه په یو یو سره برابره ده.

پایلوبه به د دواړو ډلو ترمینځه سبا (جمعې په ورځ) کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG