د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې پولیس د هغو نېږدې دېرشو کسانو په لټه کې دي چې په کراچۍ کې یې یو هلک او نجلۍ د غیرت په نامه وژلي دي.

د کراچۍ پولیسو د سېشنبې پر ورځ رسنیو ته وویل، د جرګې په حکم دا ۱۷ کلن هلک او ۱۵ کلنه نجلۍ په دې تور لومړی په کټ پورې وتړل شول او بیا د بجلۍ په شارټونو ووژل شول چې ګواکې د واده کولو په غرض په اګست میاشت کې تښتېدلې وو.

د پولیسو په خبره جرګې د دې کسانو د وژنې حکم تر هغه وروسته ورکړ چې د هلک او نجلۍ خپلوانو یې ورته دا پېښه وړاندې کړه.

پولیس زیاتوي، د وژل شوي هلک او جینۍ پلرونه او دوه ترونه نیول شوي خو د جرګې مشران پټ شوي دي.

XS
SM
MD
LG