د لاسرسي ځای

تازه خبر

د 'ازادۍ جام' لومړۍ لوبه پاکستانۍ ډلې وګټله


باکستانۍ لوبډله د بري خوشالي لمانځي
باکستانۍ لوبډله د بري خوشالي لمانځي

د پاکستان او نړيوالې لوبډلې (ورلډ الېون) ترمنځ د درې شل اووريزه لوبو د لړۍ" ازادي جام" لومړۍ لوبه پاکستان په ۲۰ منډو وګټله.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د نهې په ماښام شوې لوبه کې ورلډ الېون تر پچې ګټلو وروستو پاکستان ته د بېټنګ بلنه ورکړه او پاکستان په ټاکل شوو شل اوورونو کې د پينځه لوبغاړو په تاوان ۱۹۷ منډې جوړې کړلې خو په ځواب کې ورلډ الېون په ۲۰ اوورونو کې يواځې ۱۷۷ منډې جوړوې کړلې.

پاکستاني لوبغاړي بابر اعظم په ۵۲ بالونو ۸۶ رنزونه جوړ کړل او د مېچ غوره لوبغاړی وګرځول شو.

د پاکستان احمد شهزاد ۳۹ او شعېب ملک ۳۸ رنزونه جوړ کړل.

په باولنګ کې د ورلډالېون پارېرا ۲، مورکل، بېن کټنګ،عمران طاهر او ايليټ يو يو لوبغاړی اوټ کړو.

قذافي لوبغالي کې نندارچیان له لوبې خوند اخلي
قذافي لوبغالي کې نندارچیان له لوبې خوند اخلي

د پاکستان د ۱۹۸ رنزونو هدف په ځواب کې چې کله ورلډالېون خپل بېټنګ پېل کړو نو په ۴۳ رنزونو يې وړومبی لوبغاړی تميم اقبال د ۱۸ رنزونو جوړولو وروستو اوټ شو.

د ورلډالېون له خوا تر ټولو زيات رنزونه کپات فاف ډوپلېسي او ډېرن سيمي ۲۹،۲۹ جوړ کړل.

ورلډالېون لوبډلې د پاکستان ۱۹۷ په مقابله کې په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په تاوان ۱۷۷ رنزونه جوړ کړل.

د پاکستان سهېل خان، رومان رييس او شاداب خان دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل.

د سياليو دوېمه لوبه به د ستمبر پر ديارلسمه او اخيري درېمه لوبه به په د ستمبر پر ۱۵مه نيټه په لاهور کې لوبېږي.

د ورلډ الېون د لوبډلې مشري په دې سياليو کې فاف ډوپلېسي او د پاکستان مشري سرفرازاحمد کوي.

د ورلډالېون په لوبډله کې د کپتان فاف ډوپلېسي نه علاوه هاشم امله، تميم اقبال، ډېوډملر، ګرانټ ايليټ، تهساراپرېرا، بېن کټنګ، ډېرن سيمي، مورنی مورکل او عمران طاهر شامل دي.

د سرفرازاحمد لپاره دا لومړی ځل دی چې په خپل ملک کې د پاکستاني ټيم مشري کوي. د پاکستان يواځې پينځه لوبغاړو سرفرازاحمد، احمدشهزاد،عمادوسيم، سهېل خان او شعېب ملک له دې وړاندې په پاکستان کې نړيوال کرکټ لوبه کړې ولې نورو لوبغاړو لپاره دا وړومبی ځل وو چې په خپل ملک کې يې د کرکټ مېچ کې برخه واخسته.

په لاهور کې د مېچ پرمهال د امنيت کلک ګامونه هم پورته کړی شوي وو او د لوبغالي سره نزدې دوکانونه او تجارتي مرکزونه د لوبو پرمهال بند کړی شوي دي. د دې ترڅنګ د لوبغالي نه تر هوټل د لوبغاړو تګ راتګ پرمهال لارې د عام تګ راتګ لپاره هم بندې کړې شوې وې.

د ذکر ده چې په ۲۰۰۹م پر سري لنکا لوبډله د بريد وروستو دا لومړی ځل دی چې دومره په ګڼ شمېر کې نړيوال د کرکټ لوبغاړي پاکستان ته راغلي دي.

له دې وړاندې په مې ۲۰۱۵م کې پاکستان د زمبابوی سره د درې يو ورځني مېچونو او دوه شل اووريزه لوبو سيالۍ په لاهور کې کړې وې.

XS
SM
MD
LG