د لاسرسي ځای

تازه خبر

شپږيزه لیګ: مس عینک اتلانو بند امیر ښامارانو ته ماته ورکړه


د افغانستان کرکټ شپږیزه لیګ سیالیو په درېمه لوبه کې، د سېشنبې په ورځ مس عینک اتلانو د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماته ورکړه.

د لوبې پچه د محمد نبي عیسا خېل په مشرۍ مس عینک لوبډلې وګټله او خپله يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه چې په ټاکلو۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو، مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف ورکړ.

د سیالۍ په دوهمه نیمايي کې بند امیر د یاد هدف په تعقیب لوبه پیل کړه، خو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ایله ۱۳۳ منډې وکړې او دا سیالي يې د ۷ منډو په توپیر وبایلله.

له دې وړاندې، د تېرې ورځې په دوهمه سیالۍ کې امو نهنګانو د سپین غر لوبډلې ته لوبه وبایلله.

د روانو سیالیو په لړ کې همدا شان بُست او سپین غر ټیمونو د شپږیزې لیګ سیالۍ پيل کړې.

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس شکرالله عاطف مشعل ازادي راډیو ته وویل، د دغو سیالیو د لېدو لپاره له ولایتونو د کرکټ یو شمېر مینه وال کابل ته راغلي دي.

ښاغلي مشعل زیاتوي چې یادو سیالیو ته شااوخوا ۳۰ بهرني مربیان، لوبغاړي او مبصرین هم کابل ته راغلي چې د هغه په وینا، د کرکټ شپږیزو لیګ سیالیو سږ کال له نورو کلونو ښه رنګ ځانته غوره کړی.

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس شکرالله عاطف مشعل
د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس شکرالله عاطف مشعل

ښاغلي مشعل زیاته کړه:

"هر کال په دې کې نوي رنګونه راځي، سږ کال رنګونه لا زیات دي، نوي ابتکارات په کې شوي، له ۳۰ زیات بهرني روزونکي، لوبغاړي او مبصرین افغانستان ته راغلي، دا لومړی ځل دی چې په دومره شمېر کې بهرنیان افغانستان ته راځي."

له پنځو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د کرکټ شپږیزې لیګ سیالۍ کېږي.

په دغو سیالیو کې شپږ کرکټ ټیمونه بندامیر، سپين غر، مس عینک، امو، بُست او کابل په خپلو کې سیالۍ کوي.

دغه سیالۍ د سپټمبر په ۱۱ مه پيل شوې او ټاکل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې دوام وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG