د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا بندیزونه لګوي


د ملګروملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ د شمالي کوریا د شپږمې اټومي ازموینې په ځواب کې د دې هېواد پرضد نورو سختو بندیزونو ته رایې ورکړي دي.

د دې نویو اقداماتو له مخې د شمالي کوریا د رخت پر لېږد او د اومو تیلو پر راوړلو بندیز لګول شوی دی.

له ۲۰۰۶ م کال راهیسې دا نهم ځل دی چې دغه ۱۵ کسيزه شورا پر شمالي کوریا د دې هېواد د بالسټیک توغندیو او اټومي پروګرامونو له کبله بندیزونه لګوي.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلې وویل چې د دې بندیزونو په نتیجه کې به د شمالي کوریا د رخت د برامداتو يا لېږد په برخه کې له تر لاسه کوونکو ۸۰۰ میلیونه ډالرو څخه بې برخي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG