د افغانستان لپاره د سره صليب نړيوالې ادارې د دې هېواد په شمالي برخه کې تر نامعلومې مودې خپل فعاليتونه ځنډولې دي.
په افغانستان کې د دې ادارې وياند توماش ګلاش د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې دا ګام يې تېره ورځ په مزار شريف کې د لورينا اينبرال په نامه د دوی د يوې هسپانوۍ کارکوونکې له وژنې وروسته پورته کړی دی.
پر دې بهرنۍ مېرمنې يوه ناروغ معذوره د دوشنبې پر ورځ بريد وکړ چې وسله يې په خپل ويلچېر کې پټه کړې وه. د دې پېښې په تړاو دوه کسان نيول شوي دي.