د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخ کې يوه بهرنۍ فيزيوټراپيسټه په ډزو ووژل شوه


په بلخ ولايت کې يوه بهرنۍ فيزيوټراپيسټه چې د سره صليب ادارې لپاره يې کار کاوه، په ډزو ووژل شوه.

په راپورونو کې ويل شوي چې پر دې بهرنۍ مېرمنې دا حمله داسې يوه ناروغ کړې، له ويلچيير څخه کار اخلي.

د سره صليب نړيوالې کمېټې يا (ICRC) وياند توماس ګلاس د فرانسې خبري اژانس ته وويل: پر دې ښځې په مزار شريف کې د دوى د ارتوپيدۍ په مرکز کې ډزې شوي دي.

دغه مېرمن چې هويت يې نه‎دى څرګند شوى، د سختو ټپونو له کبله يې د ناټو د يوې پوځي اډې په روغتون کې ساه ورکړه.

د دې پېښې په تړاو دوه کسان نيول شوي دي.

د پوليسو وياند شېر جان دُراني د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، حمله کوونکي وسله په خپل ويلچيير کې پټه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG