د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ژوندي نیول شوي .
چارواکي دغه راز په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په مخامخ جګړه کې د څلورو نورو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د کندهار د خاکریز ولسوالۍ د ناصرانو په سیمه کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال يې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ژوندي نیول شوي .
د دراني په وینا، په دغو عملیاتو کې د وسله والو د درملنې یو مرکز او په زیات شمېر مهمات له منځه وړل شوي دي.
ښاغلي دراني زیاته کړه:
"د ځانکړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ ژوندي نیول شوي، د دوی یوه شفاخانه او یوه مستري خانه چې موټرونه او موټرسایکلونه يې پکې جوړول، له منځه وړل شوي."
ضیا درانی وايي، نن غرمه د خاکریز ولسوالۍ په شل غر سیمه کې هم د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې چې پر مهال یې ۴ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .
د پولیسو د ویاند په وینا، د کندهار ښار په ۷ مه حوزه کې هغه پولیس نیول شوی چې غوښتل يې خپلو ملګرو ته زهر ورکړي .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .
د کندهار امنیتي چارواکو تېره ورځ هم په شاولي کوټ، میوند او نېش ولسوالیو کې د ۱۸ وسله والو د وژل کېدو او ۲۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
راپور: محمد صادق رښتینی