د لاسرسي ځای

تازه خبر

استانه: ولسمشر غني د ترکي او قزاقستان له ولسمشرانو سره لیدلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د غونډې په څنډه کې دترکیې او قزاقستان له ولسمشرانو سره لیدلي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره د درېيم ګړتوب وړانديز کړی دی.

د ارګ تر مخه ولسمشر محمد اشرف غني قزاقستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن ( یکشنبه ) په استانه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې تر منځ پر دوامدارو اړیکو او د همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG