د لاسرسي ځای

افغان تاریخپوهه نینسي دوپري وفات شوه


د ارشیف انځور: مېرمن نینسي ډوپري د ۲۰۱۵ م کال جون په شپږمه په افغانستان مرکز کې

امریکایي تاریخ دانه نینسي دوپري چې لسزیزې یي په افغانستان کې کار کړی دی د یکشنبې په ورځ یې د کابل په امیري روغتون کې سا ورکړه.

د کابل پوهنتون د افغانستان مرکز په یو بیان کې ویلي، هغې دافغانستان د تاریخ او کلتور د خوندي کولو لپاره په دغه هېواد کې ۵۵ کاله تیر کړل، او د افغانستان اعزازي شهریت یی لرلو.

مېرمن نینسي دوپري د یو امریکایي ډپلومیټ لوییز دوپري د میرمن په حیث په ۱۹۶۲کې کابل ته لاړه او هم هلته پاتې شوه.

د نینسي دوپري په اړه د امریکا اشنا غږ د خبریال رحیم ګل څاروان ویډیويي راپور

نینسي دافغانستان د تاریخ او کلتور د خوندي کولو لپاره په افغانستان کې ۵۵ کاله تیر کړل، او د افغانستان اعزازي شهریت یی لرلو.

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ کې اتحادي عسکر و د طالبانو رژیم له منځه یوړو، نو هغه په کابل کې په خپل کور کې د یو شمیر کتابونو په خوندي کولو کې بوخته وه، وروسته هغې دغه کتابونه کابل پوهنتون ته ورکړل. نوموړې پخپله پنځه کتابونه هم لیکلي دي. هغې په پيښور کې هم وخت تیر کړی و.

افغان حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي چې د مېرمن ډوپري جسد به په افغانستان کې خاورو ته سپارل کېږي او کنه امریکا ته به لېږدول کېږي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG