د لاسرسي ځای

وزیراعظم عباسي: د قبایلي سیمو اصلاحاتو ته دې قانون سازي وشي


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي امر کړی دی چې د قبایلي سیمو په قامي بهیر کې د شاملولو لپاره دې قانون سازي وشي.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دا امر د جمعې په ورځ د پاکستان د قانون او انصاف وفاقي وزارت ته کړی دی.

نوموړي ویلي ، په دې لړ کې دې چټک انتظامي ګامونو واخیستل شي چې ورسره قبایل هم د هیواد د نورو برخو اوسېدونکو په شان بنیادي حقونه تر لاسه کړي.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دا څرګندونې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د فاټا اصلاحاتو عملي کولو قامي کمیټۍ غونډې د مشري کولو پر مهال کړې دي.

د تر غونډه وروسته د وزیراعظم له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د کمیټۍ په غونډه کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ، د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا، د صوبې وزیراعلی پرویز خټک ، د سیفران وزیر عبدل قادر بلوڅ او د پلاننګ کمیشن مرستیال چیرمین سرتاج عزیز تر څنګ نور لوړ پوړي حکومتي او پوځي چارواکي هم موجود وو.

دغه کمیټۍ په پارلیمان کې د فاټا اصلاحاتو پیکیج په اړه د مثبت ردعمل یادونه وکړه چې کابینې د مارچ پر دویمه منظور کړی و.

کمیټۍ د اصلاحاتو د عملي کولو پروسې له تېزولو سره تړلې یو شمېر پرېکړې هم کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د قبایلي سیمو د مشرانو ترڅنګ د ملک سیاسي او مذهبي ګوندونه هم د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه سره وېشل شوي دي.

ځینې قبایلي مشران او ګوندونه غواړي چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي او ځینې بیا غوښتنه کوي چې تر هر ډول بدلون وړاندې دې د قبایلي سیمو له ولس څخه تپوس وشي.

عوامي نشنل ګوند د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه د بحث لپاره د سپټمبر پر ۱۴مه نېټه په اسلام اباد مې ټول ګوندیزه غونډه را بللې ده.

XS
SM
MD
LG