د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې د دفاع وزارت وايي، په شام کې يې په هوايي بمبارۍ کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ۴ کماندانان وژلي دي.

دا برید چې د شام په مشرقي ښار دیرلزور کې ترسره شوی دی په کې د تاجکستان یو پخوانې امنیتي چارواکې ګل مراد هالیموف چې له اسلامي دولت ډلې سره ملګرې شوې وو ،هم وژل شوی دی.

تاجک چارواکیو د هالیموف د وژنې خبرونه رد کړي دي او ویلي يې دي چې هغه ژوندی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ په یو بیان کې ویلي دي په هوايي برید کې ۴۰ نور وسله وال هم وژل شوي دي.

چارواکیو زیاته کړی ده په وژل شویو کې څلور د اسلامي دولت وسله والې ډلې مهم کماندانان وو.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG