د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نواز شریف او د کورنۍ پرضد یې قضیې عدالت ته وړو'


د پاکستان احتساب قامي اداره وايي، د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د کورنۍ د مالي معاملاتو درې قضیې په عدالت کې داخلوي.

احتساب ادارې تېر مازیګر په اسلام اباد کې د لوړپوړو مشرانو تر غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل، پرېکړه یې کړې چې ټولې څلور قضیې د اسلام اباد او راولپېنډۍ په احتساب عدالتونو کې دایرې کړي چې پکې درې یې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ او یوه یې د خزانې وزیر اسحاق ډار پرضد ده.

بیان وايي، د زیارت ورځې غونډه د پاناما اسنادو په اړه د سپریم کورټ له فیصلې سره سمه وشوه چې پکې قضیې د ګډې پلټنیزې ډلې د موادو او معلوماتو پر اساس تیارې شوې دي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د مالیې وزیر اسحاق ډار پر دوی لګېدلي تورونه ردوي. سپریم کورټ د جولای پر ۲۸مه د پاناما اسنادو د قضیې په اړه په خپله پرېکړه کې نواز شریف نااهله کړ چې تر هغې وروسته نوموړي د وزیراعظمۍ له دندې استعفا ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG