د لاسرسي ځای

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د شمالي کوریا له لوري د اټومي ګواښ پر وړاندې پوځي اقدام یوه لاره ده، خو هیله من دی چې دې کار ته ضرورت پېښ نه شي.

نوموړي تېره ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، پوځي اقدام به یقیناً یوه لار وي خو دی غوره ګڼي چې پوځي لار خپله نه کړي.

ټرمپ وویل،که د شمالي کوریا پرضد پوځي ځواک وکاروي نو دا به د شمالي کوریا لپاره ډېره غمژنه ورځ وي.

تېره اوونۍ چې پیانګیانګ د یوه داسې هایډروجن بم د ازموینې خبر ورکړ چې له بین البراعظمي بیلېسټېک توغندي پورې تړل کېدای شي نو له دې سره د شمالي کوریا او امریکا کړکېچ خورا زیات شو.

تر دې ازموینې وروسته واشنګټن پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د یو لړ نویو بندیزونو وړاندیز وکړ.

هم تېره ورځ روسیې او جاپان هم له دې سره توافق کړی چې شمالي کوریا د سیمې سولې او ثبات ته خطر پېښوي.

XS
SM
MD
LG