د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبرایجنسۍ چارواکي: که چکر ته ځئ، اجازه يې واخلئ


د خیبر ایجنسۍ چارواکو ځايي خلکو ته امر کړی چې د افغانستان پولې ته نږدې پرتو سیمو ته د سیل او چکر لپاره ځي نو بايد وار له مخې له حکومته لیکلي اجازت نامه ترلاسه کړي.

د لواړګي مرستیال پولیټیل ایجنټ نیاز محمد د ځايي مشرانو سره د یوې جرګې پر مهال د ځينو کسانو تر تښتول کېدو وروسته دغه حکم کړی دی. نیازمحمد وايي دوی په دلخاد کلي او افغان پولې ته څېرمه په نورو ځایونو کې د تښتول شویو ۱۷ کسانو د لټون لپاره عملیات پیل کړي دي.

د دلخاد کلي دوو مشرانو ولي محمد او لطف اللهمشال راډیو ته وویل چې څلور ورځې وړاندې یې د کورنۍ غړي وسله والو تښتولي دي. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې تښتول شوي کسان دې زر راخلاص کړي. تر اوسه کومې ډلې د دلخاد کلي د اوسیدونکیو د تښتولو مسولیت قبول کړی نه دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG