د لاسرسي ځای

د افغانستان کندوز ولايت امنيې قوماندان جنرل عبدالحمید حمیدي نن سېشنبه مشال رېډيو ته وويل بېګاه شپه افغان کمانډو ځواکونو او هوايي حملو په چاردره ولسوالۍ کې اتلس مولوهلي (پټمخي یا نقاب پوشه) وسله وال وژلي دي. هغه دا نه دې ويلي چې دا کسان د کومې وسله والې ډلې غړي وو.

په همدې حال کې د کونړ ولايت امنيې قوماندان، جمعه ګل همت نن مشال ریډيو ته وويل چې امريکايي بې پايلټه الوتکو بيګا داعش د چپې درې ولسوالۍ په ده ګل او نن طالبان د ماڼوګي په کلای ګل دره کې په نښه کړې دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG