د لاسرسي ځای

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، په روم ښار کې د افغان سفارت ودانۍ نن په رسمي توګه د شاه امان الله په نوم ونومول شوه.

په روم کې د افغانستان سفارت په رسمي فیس بوک لیکلي چې دا ودانۍ شااوخوا ۹۳ کاله مخکې د شاه امان الله له خوا پېرل شوې وه.

د سفارت ودانۍ تر وروستیو ورځو د برناردي ویلا په نوم یادیدله خو تر پرانیست غونډې وروسته د ویلا امان الله نوم ورکړل شو.

د امان الله خان په نوم د سفارت د ودانۍ د مسمی کولو لپاره یوه غونډه هم جوړه شوې وه چې پکې افغان سفیر وحید عمر، ډپلوماټانو او د شاه امان الله د کورنۍ غړیو حضور درلود.

XS
SM
MD
LG